سرچینه وايي، تېره شپه د معروف ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ دوه موټربم بریدونه تر سره شوي دي.
د سرچینې په خبره، لومړۍ موټر بم د هاموې ټانک په وسیله د امنیې قوماندانۍ په لومړي قراول کې شوی او دویم موټر بم پولیسو تر برید وړاندې پېژندلی اوله منځه یې وړی دی.
سرچینه دغه راز زیاتوي، چې تر چاودنو وروسته لسګونو طالبانو د یادې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز بریدونه هم پیل کړي او دا مهال جګړه روان ده.
یاده ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د فعالیت د بندښت له امله تر اوسه د بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نشته.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.