د سیمې خلک وایي، پرون ناوخته د الیشنگ ولسوالۍ کوتالۍ سیمه کې د هاوان توغول شوې مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
مالومه نه ده، چې د هاوان یاده مرمۍ د حکومتي ځواکونو، که د طالبانو له لوري توغول شوې.
حکومتي چارواکو هم تراوسه د پېښې پخلی نه دی کړی.