۲۱۵ میوند قول اردو ادعا کړې، چې تېره ورځ افغان هوایې ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه ډله وسله وال طالبان په نښه کړي، چې پایله کې یې د یوه مهم قومندان ملا عطاء الله په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د قول اردو په وینا، د عملیاتو پر مهال ۳ ميله پيکا، ۲ قبضې راکټ، ۳ ميله کلاشينکوفونه، ۲ قابه دوربین، ۴ پايې مخابرې او ۲ عرادې موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چې ګرشک ولسوالي کې یې په ۲ جلا جلا هدفي بریدونو کې ۲ سرتېري وژلي دي.