د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې سازمان په سرمشریزه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث وشي.
سټولټنبرګ بروکسل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
ټاکل شوې ده،چې د ناټو سرمشریزه به د روانې جون میاشتې په ۱۴ نیټه ترسره شي.
دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي،چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وځي او هم مهاله ورسره جګړه هم توده شوې ده.