د قطر پلازمېنه دوحه کې پرون شپه د افغانستان او عمان فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوه.
د فوټبال فدراسیون وايي، په دې سیالۍ کې افغانستان دوه د یو پر وړاندې له عمان ماتې وخوړله.
دا سیالۍ د جاسم بن حمد په لوبغالي کې ترسره شوه.
ټاکل شوې ده،د افغانستان او هند لوبډلې سې شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه د سیالۍ ډګر ته ولاړې شي.
د اسیا د فوټبال په ۵۶ لوبډلو کې افغانستان ۴۱م ځای لري.