Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: دا به ستونزمنه وي، چې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ وکړو.

admin by admin
2021/06/12

  د امریکا متحده ایالتو دفاع وزیر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ،چې ګواکې ځواکونه به یې په هغه صورت کې له افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي،چې کابل او نور لوی ښارونه د سقوط ګواښ سره مخ وي.

لیوډ اسټن امریکايي سناتورانو ته ویلي، له هېواده بهر یې د افغانستان وضیعت څارل پیل کړي او په پام کې لري،چې افغانستان ته نږدې ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د امریکا دفاع وزیر لیوډ آسټن دلته د سنا جرګې وسله والو خدماتو کمیټې غړو پوښتنو په ځواب کې یادې ګنګوسې ظاهرا رد کړې او زیاته یې کړه چې له افغان امنیتي ځواکونو به هوايي ملاتړ ستونزمن کار وي.

  آسټن وايي:« لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ،موږ له افغانستانه د بشپړ وتلو په حال کې یو. زموږ  حضور چې کله هلته  نه وي، نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ وکړو.»

آسټن وایي، دا چې له افغانستانه خپل ډېری تجهیزات اېستلي دي او هلته ډېر لاسبري نه دي، خو زیاتوي، د افغانستان حالت د څارلو بهیر یې عملا له یوه  بل ځایه روان دی.

هغه وایي، اوس کې د افغانستان څارنه، استخباراتي ماموریت او څارونه بهیر له خلیج هېوادونو ترسره کوي،خو په پام کې ده چې دا ټولې چارې د افغانستان له ګاونډ ترسره کړي.

 هغه  زیاته کړه: « موږ په اوس کې له لرې د افغانستان حالت څارلو وړتیا لرو،خو موږ په دې کار کوو،چې دا واټن رامنځته کړو او ځان د افغانستان په یوه  ګاونډي هېواد کې ځای پر ځای کړو.  پر دې موضوع لا هم کار روان دی.»

امریکا له یوه درېیم ځای افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې د ټېنګار پر مهال بیا ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به یې روان وي.

باور دا دی،چې په سیمه کې د روسیې شتون او د افغانستان ګاونډیو سره د اډو په اړه  دا امریکا هوکړې نه شتون به سیمه کې نږدې د امریکايي اډو جوړل لا ستونزمن کړي.

دا  خبرې داسې مهال کېږي، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د جګړې شدت او د ځینو ولسوالیو سقوط سره مهالی ځینو افغان لوړپوړو پوځیانو له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي و، که د طالبانو له خوا د کابل او نورو لویو ښارونو ګواښ زیات شي،امریکایان یې هوایي ملاتړ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist