Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې هدفي وژنو او غلاوو د  خلکو ژوند سخت کړی.

admin by admin
2021/06/12

 کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړې له شدت سره هم مهاله د جنايي جرمونه، هدفي وژنو او غلاوو ګراف لوړ شوی دی.

هغه کسان چې په کابل ښار کې کاروبار لري وايي، د اندېښنو له امله ډېری خلک له رواني ستونزو سره مخ شوي.

د کابل ښار اوسېدونکی وايي:«  کابل کې روان حالت ډېر خرابه دی. هره ورځ خلک ترور کېږي. غلاوې زیاتې شوي. له همدې امله یو شمېر کسان پر رواني ناروغۍ اخته شوي. »

د جمعې په شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې یوه وسله وال کس ۵ کسان په ډزو ویشتلي، چې ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمد ضیاء ضیاء وايي:« په خواشینۍ سره چې پرون شپه د اتمې حوزې اړوند سیمه کې دوه تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. پولیسو سیمه کې ۵ کسان چې دوه میله کلاشینکوف هم ورسره وو، نیولي او څېړنې ترې روانې دي. »

د پنجشنبې په ورځ په ۱۶ حوزه  کې هم غلو د مسعود په نوم یو کس ووژلو او په تور یې دوه تنه کسان نیول شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ د خپاره شویو مالوماتو له مخې،په تېرو څو ورځو له ۴۰ زیات کسان نیول شوي، چې جنايي جرمونه، هدفي وژنې او غلاوې یې کولې.

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی وايي: « په دې وژنو کې د کابل ښار کشفي ارګانونه پړه دي. هره پېښه چې کېږي،دوی یې باید  دقیقه وڅېړي او عاملین یې ونیسي.»

بل پلو د پوځي چارو یو شمېرر  شنوونکي په دې باور دي، د امنیتي سکتورونو مدیریتي برخه کمزورې ده او د غیر مسول وسله والو په نیولو کې جدي اقدامات نه دي شوي او همدا لامل دی،چې جنايي جرمونو پېښې ډېرېږي.

د کابل امنیتي مسوولیت ته،چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اوږه ورکړې، خو لا هم ښاریان په ډاډه زړه نه شي کولائ خپل کاروبار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist