د سرپل سیمه ییزې سرچینې تائیدوي،چې پرون مازیګر د دغه ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ طالبانو نیولې.
په ورته مهال شاهین قول اردو وایي، د دغې قول اردو قوماندان له تازه دمو ځواکونو سره سرپل ته رسېدلی دی.
شاهین قول اردو همدا راز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سرپل کې یې هوایي بریدونه کړي او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بل پلو طالبانو ویلي، د سوزمه قلعه ولسوالۍ سقوط سره هم مهاله ۶۵ تنه د دولت عسکر دوی ته تسلیم شوي دي.
خو امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.