امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا متحده ایالت هغه مهال د کابل ساتنې لپاره هوايي ځواک کاروي،چې د دوی وګړي او یا هم سفارت له ګواښ سره مخ وي.
رسنیو د ځينو حکومتي سرچېنو له قوله خبر ورکړی،چې د امریکا پوځي چارواکي غواړي، پر دې پلان کار وکړي، که کابل یا نورو لویو ښارونو ته د طالبانو له لوري ګواښونه متوجه کیږي، نو دوی وکړای شي پر وخت اقدام وکړي او هوایي بریدونه تر سره کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر جو بایډن ویلي وو،چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د هوایي بریدونو حق نه لري او د هر ډول برید د ترسره کولو لپاره د ولسمشر بايډن اجازه اړینه ده.