روغتیايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۶ زره او ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په نړۍ کې د کورونا وبا له پیل راهیسې لومړی ځل دی،چې دومره ډېر کسان په یوه ورځ په یوه هېواد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې مخکې په یوه ورځ تر ټولو ډېر کسان فبروري میاشت د امریکامتحده ایالتو کې مړه شوي ول، چې شمېر یې ۵ زره او ۴۴۴ وو.
هند کې تېرو ۲۴ ګړیو کې له ۹۴ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او دې سره دغه هېواد کې له ۲۹ میلیون او دوه لکو ډېر کسان کورونا شوي دي.
دا په داسې حال کې ده،چې وروستیو ورځو کې هند کې له کورونا وبا د مړو کسانو شمېر د کمېدو پر لور روان وو او یو شمېر ایالتونو کې ځینې بندیزونه هم لرې شول.
د رسمي مالوماتو له مخې،په هند کې له ۳۵۹ زرو ډېرو کسانو د کورونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هند د امریکا له متحده ایالتو وروسته نړۍ کې دویم هېواد دی،چې کورونا وبا سخت ځپلی دی.