د پکتیا زرمت او روحاني بابا ولسوالیو یو شمیر مسئولین وایي، که مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي، دواړه ولسوالۍ به سقوط شي.
دغه مسئولین چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي وایي، د ولسوالیو د مرکزونو تر څنګ یې ټولې پوستې او بیزونه کلابند دي او د وسله والو شمیر د دوی تر محاسبې ډېر لوړ دی.
د دوی په وینا، که تازه دمي سرتېري د کلابندۍ ماتولو لپاره ور نه شي او هوایي ځواک ملاتړ ونه کړي، دواړه ولسوالۍ به د حکومت له لاسه ووځي.
په تېرو دریو ورځو کې د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو اړوند اوه پوستو سقوط کړی دی.