ولسي جرګه له سور صلیب غوښتنه وکړه،چې په ولسوالیو کې د افغان سرتېرو پاتې جسدونو په لېږد او د اسیرانو په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.
استازي وایي، د فاریاب په قیصار او دولت اباد ولسوالیو کې ۱۰۰ سرتیري وژل شوي او تر۸۰ ډېر نور له طالبانو سره اسیران دي.
د طالبانو د ادعاو له مخې د هېواد پر کچه ۱۹ ولسوالۍ سقوط شوي، چې استازي وایي، د هرې ولسوالۍ په سقوط کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او اسیران شوي هم دي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي: « د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیون ته لارښوونه کېږي، چې د افغان امنیتي ځواکونو جسدونه، چې د جګړې لومړۍ کرښه او یا په ولسوالیو کې پاتې دي، د لېږد موضوع دې جدي وڅاري. د جسدونو لېږد له پاره ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په اړېکه کې شئ اوهر څوره ژر چې کېږي،جسدونه انتقال کړئ.»
ولسي جرګې د تیرې دوشنبې ورځ د ترانسپورت وزیر استیضاح کړی و، چې ولې خپلې سرې ګمارنې کوي، فساد کوي او په اسلام کلا، فراه او کابل کې بار لارۍ وسوځېدې.
د چهارشنبه په ورځ یې د بې واکه کولو لپاره صندوقونه کېښودل، خو بریالي نه شول،چې بې واکه یې کړي، بلکې په خپل ځای پاتې شو.
استازو پر حکومت بیا نیوکې کولې،چې د سرپرستۍ لړۍ ته یې دوام ورکړی، چې دا د اساسي قانون خلاف عمل دی او نوي نوماندان نه ورپېژني.