په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي روغي جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتنه کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ ګڼلی او د سولې خبرو کې یې چټکتیا غوښتې ده.
د نوموړې په خبره، جدي اړتېا ده، چې پر لوړه کچه د سولې خبرې چټکې شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته شي.
نوموړې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره هم کتلي دي او ژمنه یې کړې، چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي، د سولې په راتګ کې خپله همکاري زیاته کړي.
لاینز په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.