Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له قطر سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

admin by admin
2021/06/10

د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترهګرۍ او شخړو د حل په برخه کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې کړي دي.

ځايي رسنیو خبر ورکړی، دغه خبرې پرون په پلازمېنه دوحه کې شوي، خو زیات جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

د خلیلزاد او قحطاني له لیدلو وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره هم کتلي او د سولې په اړه یې خبرې ورسره  کړي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، پرون یې د مذاکراتي ټيم مشر عبد الحکیم حقاني او ور سره پلاوي د ستونزو په هواري کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق قحطاني او مل پلاوي سره وکتل او ورسره یې په بین الافغاني مذاکراتو او افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي دوه ورځې وړاندې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره ناسته وکړه او د مذاکراتو د چټکتیا او اجنډا پر سر یې خبرې وکړې.

دا له تېر کوچني اختر راهیسې  د دواړو لوریو ترمنځ دویمه ناسته ده، چې ترسره شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist