د سیمې اوسېدونکي وايي، پرون شپه د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کي د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د درنې جګړې سربېره موټر بم برید هم تر سره شوی دی.
د باغ شمال سیمې اوسېدونکي وایي، د پرون شپې چاودنه دومره قوي وه،چې په یو کیلو مترۍ کې یې د دروازو چوکاټونه اېستلي دي.
د ۲۱۷ پامیر قولو اردو ویاند ثنا والله نظري وایي، موټر بم د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو مرکز ته له ننوتلو وړاندې په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.
نظري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.