Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیاسي احزاب: افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره پلمې ختمې شوي.

admin by admin
2021/06/09

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران راټول شوي او روانه جګړه یې نیابتي بللې.

دوی وايي، روانې جګړې یوازې نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو ته استخباراتي ګټه رسولې.

د بیدارۍ ګوند مشر د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په هېواد کې جګړه ناروا یاده کړه، او په وینا یې نور د جګړې لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.

د بېدارۍ ګوند مشر مقصود حسن زاده وايي:« هغه پاکستاني مفتیان چې افغانستان کې یې د جهاد اعلان کړی، پاکستان کې هم د جهاد اعلان کولائ شي او که نه؟ بیا به د دوی واقعي اسلامیت مالوم شي. هغه خلک چې افغانستان ته د جنت کيلي لپاره راځي، غوښتنه مو دا ده، چې نور افغانستان د دوی لپاره جهنم دی او د جنت کيلي پاکستان کې ده.»

یو شمیر نور ګوندونه بیا د اوسنۍ جګړې قربانیان ټول افغان یادوي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې نور دې په جګړه کې له ولس قرباني نه اخلي.

د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جمال حسیني وايي: « په هېواد کې اوسنۍ جګړه هېڅ ډول شریعي توجیه نه لري. د جګړې له ښکېلو لورو مو غوښتنه دا ده، چې هرڅومره ژر چې کېږي، جګړې ته د پای ټکی کېږي.»

ناسته کې د سولې په اوسني پڅ بهیر هم نیوکې وشوې، چې طالبان او حکومت دې د جګړې پای ته رسولو لپاره مذاکرات ګړندي کړي

دوی د روانې جګړې یواځینۍ حل لاره د سولې مذاکرات بولي او په ټول شموله حکومت جوړولو یې ټینګار وکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist