ولسي جرګه کې د وکیلانو لفظي شخړه!
د ولسي جرګې وکیلانو نن په تالار کې لفظي شخړه وکړه.
دغه لانجه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغزني استازي محمد عارف رحماني ولسمشر ته د ځنګله د رییس خطاب وکړ خو نورو وکیلانو یې پروړاندې جدي غبرګون وښود .
ځینو نورو وکیلانو خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د ای ایس ای په خوله روانو ملایانو برخلیک به هم د مولانا سمیع الحق په څير وي .
د دوي له هغو طالب مشرانو او ملایانو چې په افغانستان جګړه روا بولي وغوښتل چې د مولانا سمیع الحق له مرګه دې پند واخلي .
دوکیلانو دبحث بله موضوع مولانا سمیع الحق و چې له طالب مشرانو او هغو ملایانو یې وغوښتل چې که دپاکستان استخباراتي ادارې سره کار پرې نږدي برخلیک به یې دمولانا سمیع الحق په څيروي .
په جرګه کې د اروزګان استازو بیا وویل چې په دغه ولایت کې رامنځ ته شوې جګړې اصلي لامل حکیم شجاعي دی او باید حکومت یې دنیولو اقدام وکړي
په همدې حال کې ولسي جرګې د دولتي چارواکو دپانګې دثبت قانون طرحه چې په درې فصلونو او شپاړس مادو کې ترتیب شوې وه درایو په اکثریت تصویب کړی ، ددغه قانون له مخې دملي شورا غړي مکلف دي چې خپله شتمني دچارو په اداره کې ثبت کړي .