ایټالیا تېره ورځ د هرات په ارینا کمپ کې خپل بیرغ راښکته کړ او په افغانستان کې یې د خپل شل کلن پوځي حضور د ختمولو اعلان وکړ.
ویل کېږي، تېره ورځ د یادو مراسمو لپاره د ایټالیا د دفاع وزیر لورنزو گوریني هم هرات ته ناڅاپي سفر کړی و.
لورنزو ګورني ویلي، دا ماموریت د خپلو ناټو متحدینو په همغږۍ د تل لپاره پای ته رسوي.
له دې وروسته به ایټالیا ټول تمرکز د خپلو ځواکونو پر اېستلو کوي او هڅه به کوي چې د جولای میاشتې تر ۴ مې خپل ټول ځواکونه وباسي.
د هرات په ارینا کمپ کې د ۸ سوه سرتېرو او د هغوی د وسایلو او تجهیزاتو تر ایستلو وروسته به دغه کمپ هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.