د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۵۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد وزارت وایي، د کورونا وبا له امله د نویو مړینو سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۳۰۵ ته لوړ شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې ۱۷۲۴ کسان پر کورونا وبا اخته شوي،چې دې سره پر وبا د اخته کسانو شمېر ۸۴ زره او ۵۰ ته ورسېد.
د کورونا وبا درېیمه څپه په افغانستان کې ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې ده او روغتیا پالان یې سخت اندېښمن کړي دي.
بل پلو بیا نیوکې دا دي،چې خلک لا هم کورونا وبا جدي نه بولي او که حالت همداشان دوام وکړي،انساني کړکیچ به راشي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو جان هاپګنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۳ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۷۳ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.