د بدخشان اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نا امنیو زیاتېدو او دغه راز د برښنا پر بند د کار نه کولو له امله لاریون کړی.
سرچېنې وايي، پر لاریون کوونکو د والي ساتونکو ډزې کړي، چې پایله کې یې ۳ لاریون کوونکي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
خو د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې پر لاریون کوونکو دوی ډزې نه دي کړي او په وینا یې پلټنې کوي، څو مالومه کړي پر لاریون کوونکو د چا له لوري ډزې شوي دي.