د زرمت اوسېدونکي وایي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې د ولسوالۍ بازار ته ټولو غځېدلو لارو کې کندې ایستلي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د ولسوالۍ بازار ته له څېرمه کلیو کورنۍ لا له وړاندې وتلي او کورونه یې پریښي دي.
د طالبانو له لوري د سیمې خلکو ته ویل شوي، چې پر ولسوالۍ پراخ بریدونه پیلوي .