Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل- ننګرهار دويم سړک د منظورو شوو پېسو د بېرته ګرځولو په اړه وېره پیدا شوې.

admin by admin
2021/06/08

 د کابل- ننګرهار دوېم سړک د جوړېدو چارې چې شااوخوا ۷ کاله وړاندې پېل شوې وې او اټکل دا و،چې په درېیو کالونو کې به جوړېږي،خو د ۷ کالونو په تېرېدو سره دا سړک جوړ شوی نه دی.

اوس اندېښنې  دا دي،چې ښايي د اسيا پراختيايي بانک له خوا ورکړل شوي ميليونونه ډالر به بېرته وګرځول شي.

د ټولګټو وزارت وايي، اصلي ستونزه امنيت دی او که په دې برخه کې ولس او سيمه یيزه اداره همکاري ونه کړي د دې پروژې لپاره ځانګړې شوې پېسې به وګرځول شي.

د یاد ولایت ویاند خليل الرحمن اميد وايي: « که چېرې د یادې پروژې د سروې او استملاک چارې بشپړې نه شي، ښايي دغه پیسې له دې پروژې وګرځول شي.

زموږ  غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې د سیمې خلک او سیمه ییزه اداره مرسته وکړي.»

سره له دې چې هلته په سړک کار درول شوی،خو د ننګرهار ولايتي اداره د امنيت ډاډ ورکوي او په وينا يې د ياد سړک د سروې چارې روانې دي.

د ننګرهار  والي ویاند عطاء الله خوګياڼی وايي: « د سړک سروې چارې روانې دي. د ننګرهار ولایتي اداره او  ولسونه په بشپړه توګه د پروژې په تطبیق کې همکاري کوي. »

د ۱۵۰ کيلومتره په اوږدوالي د کابل ـ ننګرهار دوېم سړک د جوړېدو لپاره د اسيا پراختيايي بانک له خوا ۱۱۱ ميليونه ډالر ورکول کېږي،خو د مالوماتو له مخې، د کار د ځنډ له کبله يې ۶ ميليونه ډالر بېرته ګرځول شوي او که کار تمام نه شي وېره ده، ټولې پېسې بېرته وګرځول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist