اسلامي پوهنتون د ننګرهار پر ځای کابل کې جوړیږي.
حکومت وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د پریکړې له مخې دغه پوهنتون پلازمېنه کابل کې جوړیږي.
پر پوهنتون درې سوه او پنځوس میلیونه ډالر لګښت راځي.
اجراییه ریئس عبدالله د وزیرانو شورا کې ویلي، که د ننګرهار خلک هغه ولایت کې د اسلامي پوهنتون پر جوړیدو ټینګار ته دوام ورکړي ښایې دا پوهنتون د افغانستان پر ځای بل هیواد کې جوړ شي.
د وزیرانو شورا غونډه کې دا هم ویل شوي چې د اسلامي پوهنتون دوه څانګې به ننګرهار او کابل پوهنتون کې جوړې شي.
اجراییه ریس وایي، د ارزګان بریدونو په تړاو د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه شوې ترڅو د جګړې سیمې ته اضافي ځواکونه ورسوي.
عبدالله عبدالله کابل کې خیرخواه مارکیټ اورلګیدنې ته په اشارې ویلي چې د اطفایې برخه کې ستونزې شته او باید مجهز کېدو ته یې کار وشي.
د حکومت اجراییه ریس د جینوا جوړیدونکي کنفرانس لپاره د چمتووالي ترڅنګ تمه وښوده چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري.