د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد وزارت وایي، د کورونا وبا له امله د نویو مړینو سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۹۵ ته لوړ شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې ۱۳۷۹ کسان پر کورونا وبا اخته شوي،چې دې سره پر وبا د اخته کسانو شمېر له ۸۰ زره او ۶۱۵ ته ورسېد.
عامې روغتیا و وزارت وایې، ښايي د مړو او اخته کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي، خو په وینا یې دغه شمېرې له دوی سره په رسمي ډول ثبت شوي دي.
د کورونا وبا درېیمه څپه په افغانستان کې ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې ده،چې روغتیا پالان یې اندېښمن کړي دي.
افغان حکومت ټول ښونیز او پوهنیز مرکزونه رخصت، هغه دولتي مامورین چې عمرونه یې له ۵۵ پورته او یا هم نا اعلاجه ناروغي لري، سر له نن رخصت کړي دي.
بل پلو بیا نیوکې دا دي،چې خلک لا هم کورونا وبا جدي نه بولي او که حالت همداشان دوام وکړي،انساني کړکیچ به راشي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.











