د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ویلي، زلمي خلیلزاد له یوه پلاوي سره کابل، دوحې او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر پیل کړ.
له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د امریکا ملي امنیت شورا، پینټاګان او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې چارواکي ملتیا کوي.
یاد وزارت ويلي، دوی به د افغان حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره وګوري او د سولې په اړه به د هغوی نظرونه واوري.
دوحه کې به خلیلزاد د جمهوریت او امارت پلاوي وهڅوي،چې د سیاسي جوړجاړي برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.
خلیلزاد او ورسره پلاوی به د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري او د افغانستان د سولې پروسې، د سیمې هیوادونو ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه به ورسره خبرې وکړي.











