د یمن عدن ښار په سواحلو کې د کب نیونکو یوې ۳۵ کسیزې ډلې د سپرم په نوم د یوه نهنګ جسد موندلی دی.
کب نیوونکو د نهنګ جسد له موندلو وروسته د هغه خیټه څېرې کړه او ۱۲۷ کیلو ګرامه کانګې یې ترې اېستلي او بیا یې په متحدو عربو اماراتو کې په ۱.۵ میلیون ډالرو وپلورلې.
د نهنګ جسد ټوله فضاء خوشبویه کړې وه او همدغه بوی کب نیونکي وهڅول،چې ورشي او نهنګ پیدا کړي.
دا بوی سایل عنبر نومیږي، موم ته ورته یوه ماده ده،چې د سپرم نهنګ په کولمو کې تولیدیږي، په عطرونو کې کارول کیږي او بوی یې تر ډېر وخته پاتې کېږي.
دا عنبر ډېر نایاب دي او له همدې امله یې بېه ډېره لوړه ده.
په یمن کې له څو کلونو راهېسې جګړه روانه ده او ډېری کورنۍ د کب نیونې له لارې ژوند کوي.











