Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 پټېل: له افغانانو سره مو مرستې دوامداره دي

 پټېل: امریکا وسله والو ډلو سره د مبارزې برخه کې له پاکستان سره په اړیکه کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/01

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېډانت پټېل د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، هېواد یې له  وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره په منظم ډول په اړیکه کې دی.

پټېل په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د سیمه ییز امنیت د څېړلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره په ګډه خپل تعامل او دوه اړخیزو سلامشورو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې: « موږ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې د پاکستاني ځواکونو د مړینې پر راپورونو خواشیني یوو. تاسو سم وایي؛ موږ له پاکستاني چارواکو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې د یوې برخې په توګه له هغوی سره په منظم ډول په اړیکه کې یوو او موږ به د سیمه ییز امنیت موضوع څېړلو ته دوام ورکړو، چې په کې پراخ تعامل ، د کاري کچې تعامل او د پراخو دوه اړخیزو سلامشورو مسالې هم په کې شاملې دي.»

پټېل ویلي، د سیمې امنیت څېړل له نږدې څاري او په دې برخه کې له پاکستان سره خپل ګډ کاري تعامل او ښکېلتیا ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکي پاکستان په سیمه کې د امریکا سټراټیژیک ملګری او د پلانونو مخته وړونکی هېواد او له افغانستانه په پاکستان کې د اهدافو د په نښو کولو تورونه او ادعاوې هم د ورته لویو پلانونو د عملي کولو یوه مهمه برخه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « په اصل کې د امریکا د شومو استخبارتي اهدافو لپاره پاکستان ورته په سیمه کې غوره شریک دی. همدا پاکستان دی چې نږدې ۵۰ کاله کېږي د امریکا شوم اهداف په سیمه کې تعقیبوي او د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. دا پنځه لسیزې کېږي چې امریکا خپل ټول هغه شوم اهداف چې د سیمې لپاره یې په نظر لري، دا که د خپلو رقیبانو د تهدید لپاره دي او که له هغوی سره د رقابت لپاره، دا ټول ورته پاکستان مخې ته وړي.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي چې  پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د ترهګرۍ د روزنې او د همدې چارې د پرمخ بېولو لپاره په غیر مستقیم ډول له امریکا څخه مالي امتیازات اخېستي او له دې سره یې د سیمې ارامتیا، امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړی.

دوی د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز په توګه له ترهګرۍ څخه پاکستان ته د زیان اوښتو ادعاوې د تعجب او نه باور وړ ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « لومړی دا چې د دوی اداره د ترهګرو په روزلو کې لوی لاس لري او دویمه دا چې دوی په اوسني وخت کې د خپل حکومت، د خپل اقتصاد او د خپل سیاست په مدیریت کې ناکام دي او د همدې ناکامۍ لپاره بل څوک مدعي لټوي، څو د ملت او حکومت ترمنځ واټن پیدا نه شي.»

د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه د پښتونخوا او بلوچستان اړوند سیمو کې د وسله والو بریدونو د ترسره کېدو او په دې تړاو د افغان لوري د ښکېلولو په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاوې اوس تازه خبره نه ده،  بلکې دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د نوي نظام له جوړېدو وروسته دغه هېواد د خپلې پالیسۍ یوه برخه ګرځولې او له دې لارې یې یوه هڅه دا ده چې افغانستان د نړۍ تر سترګو د ترهګرۍ ملاتړۍ هېواد معرفي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist