Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ ادعا؛ وسله وال له افغان خاورې ګټه پورته کوي

د پاکستان پوځ ادعا؛ وسله وال له افغان خاورې ګټه پورته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/01

د پاکستان کورنیو چارو وزیر له اسلامي امارت د ټي.ټي.پي پر ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او تور یې پورې کړ چې د وروستیو پيښو طراحان افغانستان کې دي او د پنجشنبې په ورځ یې خپل مرستیال د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته رالیږلی دی.

تازه د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په راولپنډۍ کې یوې غونډې ته ویلي، پاکستاني وسله وال بریدګر د پاکستان د پوځ او ملکي وګړو پر ضد د افغانستان له خاورې ګټه پورته کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« له افغانستانه د پولې په اوږدو کې پرله پسې سرغړونو او د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو د رامنځته کېدو په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې او یادونه یې وکړه چې د پاکستان مخالفین له افغانستانه د امنیتي ځواکونو او په پاکستان کې دننه بې ګناه ملکي وګړي پر نښه کوي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال پر مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې پر چینايي وګړو د برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د محمد خرم آغا پر مشرۍ یاد پلاوي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره په لیدنه کې د یاد برید د عاملینو پیدا کولو په برخه کې له اسلامي امارت د مرستې غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دغه غونډه کې چې بشام کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۶مې پر پېښې متمرکزه وه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال د بشام برید په اړه د پاکستاني حکومت موندنې شریکې کړې او د عاملینو پیداکولو په برخه کې یې له افغانستانه د همکارۍ غوښتنه وکړه.»

د پوځي چارو کارپوه محمد متین محمد خېل وايي:« دا چې پاکستان ادعا کوي چې دا له افغانستانه طرحه شوې. ګورئ په جرایمو کې کله چې طرحه په مغز کې کېږي، یعنی مغز کې یو څوک تصمیم نیسي، چې یو کار وکړي، ترڅو په عملي بڼه هغې ته قدم نه ږدي، دا جرم نه شي کېدلی. نو ځکه تاسو وګورئ، پښتونخوا ډېره وړاندې ده، مرکز یې پېښور دی، نو دا له افغانستانه ډېره لرې ده، هېڅ امکان  نه لري، چې په دې ځای کې افغانستان ونډه ولري یا خلک له افغانستانه ورغلي وي، یا طرحه یې په افغانستان کې جوړه شوې وي.»  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان وروستیو تورونو ته په غبرګون کې وایي، د پاکستان پوځ او حکومت یې مسوولیت لري چې د خپل هېواد امنیت تامین ته جدي هڅې وکړي او افغان حکومت د دوی د امنیت تامین ضامن نه دی.

مجاهد  زیاتوي:« البته ځېنې امنیتي ستونزې په هېواد کې دي او ځېنې عوامل چې موجود دي، د هغو په لمنځه وړلو کې په خپله د پاکستان حکومت، امنیتي ځواکونه یې باید کار وکړي، چې هغه حل کړي. کومه برخه کې چې زموږ همکارۍ ته اړتیا وي، موږ هم همکارې کړې، کوو یې، خو له بده مرغه دوی تر اوسه هماغه تورونه تکرار کوي او کله کله د فضا خړ کېدو پر لور ګامونه اخلي، چې دا ګټور نه بولو. افغانستان او پاکستان دواړه وروڼه هېوادونه دي. دواړه وروڼه ملتونه دي. نو حکومتونه هم باید د خپلو ملتونو هغه مزاج، غوښتنې  او منافع دقیقې په نظر کې ونیسي.»  

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، وېډانټ پټېل هم ویلي، چې امریکا له پاکستاني مشرانو سره د وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې په اړیکه کې ده او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist