فاریاب کې معتبرو امنیتي سرچینو شمشاد نیوز ته وویل، پرون شپه طالبانو لومړی د قیصار امنیه قومندانۍ پر ودانۍ موټر بم برید وکړ او وروسته یې جګړه پیل کړه.
د سرچینې په وینا له څو ساعتونو جګړې وروسته نن سهار وختي د قیصار امنیه قومندانۍ ودانۍ طالبانو ونیوله او امنیتي ځواکونه له شاتګ وروسته د قیصار ولسوالۍ او ښاروالۍ ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.
سرچینه وایې، په دغه جګړه کې ۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور نادرکه دي.
بل پلو د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي هم د قیصار د امنیه قومندانۍ سقوط کېدل تائیدوي او وایي، دمګړی د قیصار ولسوالۍ پر ودانۍ جګړه روانه ده.
د فاریاب امنیتي مسوولینو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











