Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

اسلامي امارت د دوحې راتلونکې ناستې ته خوشبین دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/30

له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالي په نوم د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو  څېړنو مرکز عملي بحث کړی دی.

د یاد بحث ګډونوالو ټینګار کړی، چې د دوحې فارمټ په درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه به وروسته کیږې؛ خو د لومړۍ او دویمې غونډې پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي: « د دې لړۍ په دویمه غونډه کې هم د اسلامي امارت د شرایطو د نه پوره کېدو له امله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون په کې بې‌ګټې وبلل شو. اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي؛ خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.»

د دوحې درېیمه ناسته چې د راتلونکې جون میاشتې په پای او د جولای په پیل کې د دوو ورځو لپاره ترسره کېږي، ټاکل شوې چې د افغانستان اړوند مسایلو، په کې د ښکېلو خواوو او جوړوونکو له خوا بحثونه وشي.

یاده غونډه کې د ګډون په موخه ملګرو ملتونو سرپرست حکومت ته هم بلنه ورکړې ده؛ خو تراوسه یې د ګډن او نه ګډون په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د ساسي چارو شنونکي یاده غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زیاتېدو او د شته مسایلود حل لپاره مهمه بولي او ټنیګار کوي، چې په قوي دریځ سره دې په کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « په نړیوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې د طالبانو ګډون د افغانستان د ولس په خیر دی، ترڅو افغانستان له سیاسي انزوا راووځي او نړۍ ورسره د راکړې‌ورکړې او تعامل لاره خپله کړي، د افغانستان له ولس سره د وخت د غوښتنو مطابق اقتصادي مرستې او بشري همکاري وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « یو خو طالبانو ته بلنه ورکړل شوې ده او مخکې له مخکې ورسره اجنډا شریکه شوې ده او دوی هم تر ډېره قناعت کړی چې ګډون به کوي او له خپل دریځه به دفاع کوي، د کېدونکې پرېکړې به یا پخلی کوي او یا به یې ردوي چې دواړه حقوقي مشروعیت لري، له بلې خوا نړیوال یا د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره یو استازی ټاکي چې هغه به له ټولو اړوندو هېوادونو او سیاسیونو سره خبرې کوي او بېرته به ځي د دوحې هغه تړون چې شوی دی هغه به پلی کوي او هر لوري چې کوم څه نقض کړي هغه به بېرته سره جوړېږي، دلته افغانستان کې به یو ایتلافي حکومت راځي، په نورو څانګو کې به بدلونونه راځي او نړیوالو سره به تعامل کېږي.»

دوحې د ناستو لړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ پیل شوې، چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳م کال په مۍ او دویمه یې د ۲۰۲۴م کال په فبروري کې وشوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist