د ملګرو ملتونو له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، د القاعده ډلې مشرانو یوه مهمه برخه د افغانستان او پاکستان تر منځ کرښې ته څېرمه سیمو کې ژوند کوي.
دا راپور چې پرون خپور شوی، په کې راغلي، د القاعده یو زیات شمېر جنګیالي او نور بهرني وسله وال له طالبانو سره منظم شوي او د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې پراته دي.
راپور کې همدرانګه راغلي، د القاعده مشرانو په دې برخه کې د ډلې مشر ایمن الظواهري هم شامل دی.
راپور کې وړاندې راغلي، ښايي ایمن الظواهري ژوندی وي، خو دومره کمزوری دی، چې پروپاګند کې برخه نه شي اخېستلی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې ایمن الظواهري مړه شوی؛ خو د هغه د مرګ راپورونه تر اوسه نه دي تائید شوي.











