د فاریاب ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو نظامي مسؤول ووژل شو.
د فاریاب درېیو ولسوالیو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر ووژل شو.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، قاري یوسف چې په حقیار مشهور و، د فاریاب د خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول و.
قاري یوسف دوه ورځې وړاندې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی و چې تېره شپه یې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ساه ورکړه.