د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه راپور کې راغلي،طالبان غواړي له دې لارې افغان دولت او مدني ټولنې کمزوري کړي دي.
په راپور کې همداراز راغلي،طالبان د افغان حکومت لپاره زیاتیدونکی ګواښ دی او که پر وخت یې پر وړاندې اقدام ونه شي، ښايي طالبان بیا واک ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو د څاروونکې ډلې په چمتو شوي راپور کې دا هم راغلي، طالبانو لا هم له القاعده سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او خپلو کې نږدې اړیکې لري.
د امنیت شورا په راپور کې دې ته په اشارې چې د طالبانو د مشرانو یوه لویه برخه د سولې له پروسې سره هیڅ لېوالتیا نه لري، ویل شوي،چې د طالبانو د مشر دواړه مرستیالان ملایعقوب عمري او سراج الدین حقاني د سولې مخالفت کوي او د جګړې له لارې د حلارې ملاتړ کوي.
د ملګروملتو د څارونکې ډلې په راپور کې ویل شوي،طالبان تر پخوا زړه ورشوي او اوس یې ډېر تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو دی.
په دې راپور کې د طالبانو د عوایدو یادونه هم شوې او ویل شوي،دا ډله د کال د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پیسې له کانونو او همدومره نورې له نشه یي توکو ترلاسه کوي.











