د فراه د پېښې ۱۲ جسدونه حکومت ته سپارل شوي.
په فراه کې د لوېدلې چورلکې د ۱۲ قربانیانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، په دغه ولایت کې د راغورځېدلې چورلکې په پېښه کې د وژل شویو يو شمېر کسانو جسدونه یې د قومي سپین ږيرو او سره صلیب په همکارۍ د فراه مرکز ته لېږدولي او د نورو لپاره هم هڅې روانې دي.
تیره چهار شنبه د دفاع وزارت یوه چورلکه د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې وغورځېده چې له امله يې د ۲۰۷ قل اردو د مرستیال او د هرات د ولایتي شورا د رئیس په ګډون، ۲۵ کسان پکې ووژل شول.
دفاع وزارت وايي، ياده چورلکه د تخینکي ستونزو له امله غورځېدلې، خو طالبانو بیا د دغې چورلکې د ويشتلو ادعا کړې.
طالبانو ویلي، په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه له دوی سره دي او دوی يې په بدل کې د جنرال رازق د قاتل جسد غواړي.