سرچینې وايي، وسله والو کسانو نن سهار د هرات ولایت دعلماوو شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په وینا، مولوي کبابیاني د سهار لمانځه ته روان و چې د خپل کور مخته تر وسله وال برید لاندي راغلی.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب داکتر عارف جلالي وایې، د دغه دیني عالم مړی نن سهار شااوخوا شپږ بجې د کبابیان سیمې څخه ور وړل شوی.











