Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستانه د امریکا وتلو قضیې څېړلو د بایډن اداره اندېښمنه کړې

مک کال: افغانستان کې د بشري حقونو نقض لاهم دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/25

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې  مشر مایکل مک کال ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض لاهم دوام لري.

مک کال د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه کې د سرپرست حکومت پالېسۍ نامناسبې بللي او د امريکا له متحدانو سره په ګډه يې د يادو حقونو د تامين په موخه پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو وړانديز کړی.

مک  کال دغه راز د سرپرست حکومت چارواکي د لږکیو حقونو پر نقض او د ترهګرۍ په ملاتړ هم تورن کړي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان اوس په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې بشري حقونه په کې له منځه وړل شوي. طالبانو د نجونو زده‌کړې له شپږم ټولګي پورته منع کړي دي او ښځې په نادولتي ادارو کې د کار لپاره نه پرېښودل کېږي. امریکا باید له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار وکړي او پر طالبانو فشار راوړي څو پر بشري حقونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.»

سرپرست حکومت په کراتو د امریکا او نړیوالې ټولنې د ورته ادعاوو او څرکندونو په ردولو سره د افغانانو حقونه د شريعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې تامين شوي ګڼلي.

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د سرپرست حکومت له لوري د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې محدودیتونه وضع شوي، خو په هغه کچه نه دي، چې امریکا یې په اړه ادعاوې کوي.

دوی وايي، امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو نقض مساله د خپلو موخو د تعقیب او پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو لپاره د وسيلې په توګه کاروي، خو په خبره يې سرپرست حکومت ته هم په کار ده، چې د نړيوالو د ورته پلمو خمتولو لپاره نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا اوس څرګند حقیقت دی، چې په افغانستان کې د نجونو زده کړو مخه نیول شوې، ښځې کار او وظیفې ته نه پرېښودل کېږي، همدا شان مسلکي او باتجربه کسان هم پر دندو نه ګومارل کېږي. دې ته هم موږ ویلی شو، چې د بشر حقوق تر پښو لاندې شوي، خو په هغه کچه نه ده، چې د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال غږ پورته کوي، دومره هم نه ده. دوی یوازې خپلې موخې لري.»

ځېنې نور بیا وايي، امریکا په سیمه کې د سرپرست حکومت د اړیکو له پراخوالي په اندېښنې کې ده او د مخنيوي لپاره يې پر ورته ادعاوو سربېره له ممکنه لارو چارو استفاده کوي.

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې  مشر مایکل مک‌کال دغه راز ویلي، امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې لپاره ډېر زیار اېستلی، چې د ولسمشر جوبایډن لخوا له دې هېواد څخه د سرتېرو د اېستلو له پرېکړې سره هر څه له منځه لاړل.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist