چارواکي وايي، نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د مرکز جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړوند بارګېنو سیمه کې درېیمې لوا سره د ملي امنیت صفر دوه قطعې پر ځواکونو چاودنه شوې.
د یاد ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایې، په دې پېښه کې ۲ ملکي کسان وژل شوي او د یو ه سرتېري په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.











