د میوند قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ګرشک او واشېر ولسوالیو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د طالبانو ۱۱ میله وسلې، یو موټر او یو موټر سایکل یې هم له منځه وړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، پرون شپه یې د هلمند – کندهار د لویې لارې اړوند سیمه کې ۲ ټانکونه او ۳ نورې موټرې له منځه وړي، چې ۱۴ سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
احمدي هغه تصویر هم خپور کړی،چې پر وینا یې نیول شوی سرتیری دی.











