چارواکي وايي، د ګازو ډبې دا چاودنه پرون شپه د اترا پرادېش ایالت د تیکري کلیوالي سیمې په یوه کور کې د پخلي پرمهال شوې.
دوی زیاتوي، چې پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.
د چارواکو په خبره، د چاودنې له امله دوه ودانۍ هم ویجاړې شوي دي.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.











