د روغتیا نړیوال سازمان وایي،د چين کورونا واک واکسین،چې د ساینو واک شرکت تولید کړي،د بېړني کارونې له پاره تائید کړي.
د یاد سازمان مشر ټیډروس ادانوم هېوادونو ته ډاډ ورکړی،چې دغه واکسين پر نړيوالو معيارونو برابر،خوندي او اغېزمن دی.
بل پلو د یاد سازمان د ستراتیژیکو سلا مشورو ډلې بیا ویلي،دا واکسین باید له ۱۸ کلنۍ پورته عمر لرونکو کسانو ته له دوه تر څلورو اوونیو پورې د وخت په توپیر دوه ډوزه ولګول شي.
یادې ډلې ویلي، دا واکسین د وبا د نښو مخنیوي کې ۵۱ سلنه او د سختو پېښو او بستر کېدو مخنیوي کې ۱۰۰ سلنه ګټور دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې د چین ساینو فارم واکسین هم د بېړنۍ کارونې له پاره تائید کړي ول.
دا نړۍ کې اووم واکسین شو،چې د روغتیا نړیوال سازمان یې د بېړنۍ کارونې له پاره تائید کوي.
کورونا وېروس وړم کال د چين په مرکزي ووهان ښار کې پیدا شو او ډېر په چټکۍ سره ټوله نړۍ کې خپور شو.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا نږدې ۱۷۲ کسان اخته شوي او څه باندې ۳.۵۵ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.











