Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عامې روغتیا وزارت خبرداری؛ که ښاریان روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي، بندیزونه به سخت کړي

admin by admin
2021/06/01

یاد وزارت یو وار بیا پر  عامو خلکو نیوکه کړې،چې د کورونا  وبا خطر پر وړاندې بې غوري کوي.

ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه  د پخوا په څېر عادي ده او ډېر کم خلک یوازې ماسک کاروي.

د کابل ښار اوسېدونکی وایي:« خلک د خپلمنځي لرېوالي اصل نه مراعت کوي. په ټوله کې خلک ډېره بې غوري کوي. خلکو ته باید وویل شي،چې کورونا وبا جدي وګڼي او له ګڼې ګوڼې ډک ځایونو ته له ورتګ ډډه وکړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له موږ سره وېره دا ده، که روغتیايي تدابېر پلې نه شي، دا مرګونی وېروس به لا ډېر خپور شي.»

دعامې روغتیا وزارت له هغې پرېکړې درې ورځې تیریږي،چې د کابل په ګډون ۱۶ ولایتونو کې یې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه تړلي، خو دغه وزارت وایي، د کورونا وبا د مثبتو پیښو له ډېرېدو سره به نور بندیزونه هم وضع کړي.

د یاد  وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي: « که چېرې د کورونا وبا مثبتې پېښې ډېرې شي، عامې روغتیا وزارت به د خپل پلان له مخې،به پرېکړه کوي.»

علیزی زیاتوي، د کابل په ګډون په ختیځ او شمالي ولایتونو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې مخ پر ډېرېدو دي،چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴۵ تنه پر کورونا وبا  اخته شوي او ۳۳ ترې مړه شوي دي.

د وبا نویو پېښو په ثبت سره هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۷۳ زره او ۲۶ کسانو ته لوړ شو.

د وزارت د مالوماتو له مخې، د کورونا وبا له امله تر اوسه پورې ۳ زره  او ۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۷ زره او ۷۰۰ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې بیا پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۰.۷ میلیونو لوړ شوی او ۳.۵۵ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist