Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ترکیې هوايي کرښې افغانستان ته بیا الوتنې پيل کړې

د ترکیې هوايي کرښې افغانستان ته بیا الوتنې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/22

د ترکیې هوايي کرښې “ترکیش اییرلانیز”  له نږدې درې کلن ځنډ وروسته، له فلای دبی او ایر عربیه هوايي شرکتونو وروسته درېیم هوايي شرکت دی، چې افغانستان ته د خپلو عادي الوتنو لړۍ له سره پیل  کوي.

یاد شرکت د سه شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر لومړۍ) خپله لومړۍ الوتنه له ترکیې څخه د افغانستان په لور ترسره کړه او د مسافر وړونکو هوايي بس يې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې راښکته شو.

 له دې وروسته به ياد شرکت په اوونۍ کې څلور ځله کابل ته الوتنې ولري.

ترکي چارواکي د ترکیش اییرلاینز هوایي شرکت  د الوتنو بیا پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو دوستانه اړیکو نښه او د سوداګریزو، سیاحتي او کلتوري اړیکو د  یوه نوي پړاو پیل بولي.

افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنګ اونال وايي: « د نړيوال هوايي شرکت په توګه کابل ته د ترکیش ایرلاینز د الوتنو پیل به نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي لامل شي، بلکې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو، سیاحتي او کلتوري اړیکو په لا پراختيا کې به هم مرسته وکړي.»

د دې ترڅنګ د یاد شرکت مسوولین وايي، په راتلونکي کې به د ټکټونو له ارزانه او مناسبو بیو سره د افغانانو لپاره اروپا او امریکا ته د سفر کولو اسانتیاوې برابرې کړي.

د ترکش ایرلاینز هوايي شرکت مشر محمود یایلا وايي: « موږ به افغانانو ته د مناسبو او ارزانه رقابتي بیو په وړاندې کولو سره د نړۍ د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول اروپا او امریکا ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړو او د هغوی لپاره به نړۍ ته یوه پرانېستونکې دروازه ووسو.»

بل پلو د کابل هوايي ډګر مشر عبدالهادي محمد وايي، د ترکیش اییرلاینز الوتنو بیا پیل له امنیتي او خوندیتابه اړخه پر افغان لوري متقابل باور څرګندوي.

محمد نورو نړیوالو هوايي شرکتونو ته هم له امنیتي پلوه ډاډ ورکوي، چې افغانستان ته په خپلو سفرونو کې به له هېڅ راز خنډ او ستونزې سره مخ نه شي.

محمد زیاتوي: « په ټول توان او په ټول وس سره د دوی خدمت کوو او موږ ته چې کوم مسوولیت راجع دی هغه که د میدان امنیت دی که خوندیتوب دی، په دې اړه ډاډ ورکوم چې ان شاءالله د دوی الوتنې به خوندي او باامنیته وي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سلاکارغلام جیلاني وفا وايي: « دا هغه افغانانو ته یو ښه زیری دی چې   له هېواده بهر په امریکايي او اروپايي هېوادونو کې کډوال دي او اړ دي چې د خپلو کورنیو لیدولو لپاره هېواد ته تګ راتګ ولري.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ترکېش اییرلاینز هوايي شرکت افغانستان ته خپلې ټولې الوتنې په بشپړ ډول ځڼډولې وې، چې له پیلدو سره به یې بهر ته د افغانانو په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

د ترکي چارواکو په وینا دغه شرکت دا مهال د نړۍ ۱۳۰ هېوادونو ته الوتنې لري چې ۳۴۸ بېلابېل ښارونه او سیمې له یو بل سره نښلوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist