Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې کورونا وبا زیاتوالی؛ کارګر د احتمالي ګرځبندیز لګېدو اندېښمن کړي.

admin by admin
2021/06/01

 د عامې روغتیا وزارت تر اوسه پورې بشپړ ګرځبندیز نه دی اعلان کړی، خو  کارګر اندېښنه لري، که حکومت د کورونا وبا له وېرې ګرځ بندیز ولګوي، د دوی ستونزې به لازیاتې شي.

یو شمېر  کارګرو سره دا اندېښه هم شته، چې که نن کار ونه کړي، کور ته به څه وړي.

کارګر وايي:« شپږ ورځې کېږي، چې دا کارګر دلته  دي، ټول بېکاره دي. تاسو یې په خپله ګورئ. که د کورونا وبا له امله ګرځ بندیز لګول  کېږي، موږ به له لوږې مړه شو.»

د کورونا وبا درېیمې څپې له خپرېدو سره چې ورځ تربلې یې ګواښ په لوړېدو دی، روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړلي او د نورو محدودیتونو د وضع کېدو خبره یې هم کړې، چې کارېګرو سره یې اندېښنې پيدا کړي دي.

د کارګرانو ټولنه د کارګرو د اقتصادي وضعیت او فقر په اړه اندېښنه لري وايي، کرنتین وضع کېدو سره به کارګر له سختو ستونزو سره مخ شي.

د کارګرو ټولنې مشر معروف قادري وايي: « زموږ هغه ځوانان چې غواړي، کار وکړي، د کار زمېنه ورته برابره نه ده. زموږ خلک په غربت کې ژوند کوي. که چېرې ګرځبندیز ولګول شي، دا ستوزې لا ډېرې کړي.»

قادري  پر حکومت غږ وکړ، چې د ګرځبندیز له اعلان وړاندې د ګارګرو ستونزې حل کړي.

بل پلو کارپوهان بیا روانه جګړه، کډوالۍ او بې روزګاري د فقر او بې کارۍ عمده لاملونه بولي او پرحکومت غږ کوي، چې د کارګرو ستونزې دې بابیزه نه ګڼي.

د سوداګرۍ خونې غړی یونس مومند بیا وايي: « خلک د ژوندي پاتې کېدو په خاطر مرکز ته راغلي. دا لوی لامل دی، چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې.»

د جګړو له زیاتېدو سره ورځ تر بلې د بیکارۍ کچه هم لوړیږي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي،چې د کورونا وبا له امله د کرنتین اعلانیدو سره به د ډېری خلکو ستونزې لا زیاتې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist