Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې کورونا وبا: د مړېنې شمېره پر لوړېدو ده.

admin by admin
2021/05/31

عامې روغتیا وزارت هېواد کې روان حالت ګواښوونکی یادوي او پر روغتیايي سپارښتنو ټینګار کوي.

دوه ورځې وړاندې د  عامې روغتیا وزارت تعلیمي او تحصیلي مرکزونه هم رخصت کړل،چې پر کور دننه له سختو نیوکو سره مخ شو.

عامې روغتیا وزارت وايي، تعلمیي مرکزونه یې په دې موخه رخصت کړي،چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وه او د کوررونا وبا ډېرې پېښې په کې ثبت شوې وې.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند مرستیال مېروس علیزی  وايي: « تحصلي مرکزونو کې د خپل منځي لرې والي اصل نه مراعت کېږي،که یو محصل پر کورونا وبا اخته شي، نو دا کولائ شي،ډېر نور هم پر وبا اخته کړي. »

عامې روغتیا وزارت هره ورځ د کورونا وبا مثبتو پېښو لوړ ارقام خپروي،چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ کسان ترې مړه شوي، خو په ښارونو کې لا هم حالت په عادي بڼه روان دی او د روغتیا وزارت سپارښتنو ته هیڅ پام نه کیږي

د کابل ښار اوسېدونکی وایي: «  روغتیايي سپارښتنې خلک نه مراعت کوي. یو شمېر خلک د ساه اخېستلو ستونزه لري. زړه یې تنګېږي او له همدې امله ماسک نه کاروي.»

یاد وزارت وايي، که د کورونا وبا مثبتو پېښو ګراف لوړ شي،نو د هېواد پر کچه به د عمومي ګرځبندیز په تړاو پرېکړه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند مرستیال مېروس علیزی وایي: «  پېښو ته په کتو سره به  عامې روغتیا وزارت پرېکړه وکړي. که چېرې پېښې په دوام داره ډول لوړې پاتې شي، هغه وخت به نور بندیزونه هم وضعه شي. دغه راز د تعلیمي مرکزونو د تړلو موده به هم وغځول شي.» 

د روغتیا وزارت مالوماتو له مخې، پر کورونا  وبا  د اخته کسانو شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ ته لوړ شوی،  ۲ زره ۹۴۴ کسان ترې مړه شوي او ۵۷ زره او ۴۵۰ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist