ارزګان کې ۲۵ سرتېري تري تم شوي.
د ارزګان د پولیسو او د اردو یوه قرارګاه د طالبانو لاسته لوېدلې.
سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند پای ناوی سیمه کې د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو یوه قرارګاه تېره شپه د وسله والو طالبانو لاسته ته لوېدلې چې پکې شته سرتیرې مړه او نادرک دي.
ددغه ولایت میشت یو شمیر ځایې سرچینو شمشاد ته منلې چې په دغه قرارګاه کې ټول ۲۵ تنه پولیس او اردو میشت ول چې تیره شپه د وسله والو طالبانو تر ډله ییز برید وروسته یادې نظامي قرارګاه سقوط کړی دی.
د ملي دفاع وزارت یوې سرچینو د ارزګان مرکز ترینکوټ پای ناوه سیمه کې د قرارګاه سقوط تایید کړ.
سرچینې همداراز په یادې قرارګاه کې د سرتیرو وژل کېدل او ناردک کېدل ومنل، خو دا چې څومره سرتیري مړه او ناردک دي مالومات نه ورکوي.
وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لیږل شوې پیغام کې ویلي چې تیره شپه د دوی جنګیالیو په پای ناوی سیمه کې دتبۍ کوتله قرارګاه سقوط کړې او پکې لس سرتیرې وژلي او ۱۳ نوریې له ځان سره وړي دې.
طالبانو ویلي چې دوه ټانکونه، وسلې او مهمات هم د دوی لاسته لویدلي دي.