د رسنیو راپورونو له مخې، بریټانیا کې به د هغو افغانانو د مېشت کولو پروسه لا زیاته ګړندۍ شي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې برتانوي ځواکونو او برتانوي حکومت لپاره کار کړی.
بل پلو د بریټانیا دفاع وزیر بېن والاس د دې کسانو خوندیتوب په اړه د وېرې له امله پر شرایطو د برابرو افغانانو دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو پروسې چټکوالی تائید کړی دی.
د دې پالېسۍ له مخې، تر اوسه پورې بریټانیا کې ۱۴۰۰ هغه افغانان او کورنۍ یې مېشتې شوي، چې برتانوي ځواکونو ته یې چوپړ کړی او ښايي ۳ زره نور داسې کسان هم برتانیا کې ځای پر ځای شي.
په دې برخه کې پخوا د بریټانیا د حکومت پالېسي یو څه سخته وه او د کار کوونکو د چوپړ موده او د چوپړ ډول یې هم پام کې نېول؛ خو اوس ویل کېږي، ټول هغه کسان چې له برتانوي ځواکونو سره یې کار کړی وي او ژوند یې له ګواښ سره مخ وي، کولائ شي، بریټانیا کې پناه واخلي.











