Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/18

پر افغانستان د اسلامي له بیا واکنمېدو څه باندې دوه نيم کلونه تیريږي، خو لاهم د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د اسلامي امارت چارواکي که څه هم  له نړۍ سره د غوره تعاملاتو د لرلو خبره کوي خو تازه بیا د  روسيې  لوړ پوړي چارواکي د کرملين او کابل ترمنځ  مخالفت رد کړی.

د افغانستان لپاره د روسیې ه ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي، د مسکو او  افغانستان ترمنځ اړيکې پراخې دي او  د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري.

د کابلوف په خبره، د اسلامي امارت استازي  د پخواني شوروي اتحاد پر ځای په روسیه ډېر باور لري.

هغه زیاته کړې:« دا په دې مانا نه ده ، چې طالبان موږ ته ترټولو نژدې ملګري دي ، ولې دوښمنان مو هم نه دي  او طالبان په ښکاره دا خبره کوي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر ځای په روسیه ډېر باور لري.»

کابلوف ویلي، که څه هم د اسلامي امارت غړي  په دې باور دي چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې یې جګړه کړې، خو په دې قانع دي چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ځینې بنسټونه هم رغولې دي.

هغه زیاتوي:« طالبان هماغه مجاهدین دي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف یې جګړه وکړه، اوس دوی په دې باور دي  که شوروي اتحاد په افغانستان کې جګړه وکړه خو ځینې بنسټونه یې هم ورغول چې اوس هم موجود دي.»

د سیاسي چارو  شنونکي د روسيي چارواکو دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره  تعامل  او باور رامنځته کېدو لپاره ښه پیل بولي.

 دوی په دې نظر دي،  که اسلامي امارت د سيمې او  ګاونډيو هېوادونو سره خپلې متقابلې اړيکې ورغوي، نو لرې نه ده چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت به له شته سياسي انزوا ووځي.

ځيني بارونه دا هم دی چې د مسکو او کابل ترمنځ  په ځېنو برخو کې ګډه او په باور ولاړه همغږي رامنځته شوې او تر بل هر وخت د دواړو لوریو ترمنځ  اړیکې پراخې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او چین ولسمشرانو ترمنځ په دې  لیدنه کې مسکو او بیجینګ د افغانستان ستونزو ته د رسېدنې لپاره د مسکو د سلا مشورو او نورو میکانیزمونو پر رغنده رول خبرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist