ملي دفاع وزارت ویلي،پرون شپه افغان کومانډو د کندز مرکز اړوند قوش تپه سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر زندان عملیات کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې،په عملیاتو کې۵ کسان چې ۲ پولیس ۲ اردو او یو پاڅون کونکی دی آزاد شوي دي.
د وزارت په خبره، په عملیاتو کې۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور نیول شوي دي.
دفاع وزارت د طالبانو د یوه پټنځای له منځه وړلو، وسلو او مهماتو نیولو ادعا هم کړې.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











