د برېټانيا استخباراتي ادارې اوس په دې باوري دي، چې ممکن کوېډ-۱۹ دې د چين له لابراتوارونو څخه خپور شوی وي.
راپورونه وايي، له دې سره د برېټانيا د روغتیا وزير هم له روغتيا نړيوال سازمان غوښتي، چې د يادې وبا د سرچينې په اړه بشپړه څېړنه وکړي.
له برېټانيا وړاندې تېره اونۍ د امريکا ولسمشر هم ووهان کې د کوېډ-۱۹ وبا د سرچينې د دقيقو څېړنو غوښتنه کړې وه.
یاد هېوادونه دغه غوښتنه په داسې مهال کې کوي، چې د روغتيا نړيوال سازمان یوه څېړنيز ټيم د روان کال لومړيو کې چین ته ولاړ او په دې اړه يې څېړنه وکړه، خو داسې څه يې و نه موندل، چې دا ویروس دې له لابراتوار نړۍ ته خپور شوی وي.











