هندي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې په اترا پردېش ایالت کې زهر جنو شرابو لږ تر لږه پنځه ويشت کسان مړه کړي دي.
هندي چارواکو ويلي، د دغو شرابو له امله ګڼ شمېر کسان روغتونو کې بستري شوي هم دي، چې په تړاو يې لس تنه نېول شوي دي.
د هند حکومت هلته د کوېډ-۱۹ زياتوالي له امله د شرابو د پلور هټۍ تړلي، خو د روانې مياشتې په لومړيو کې اجازه ورکړل شوه، چې په مشخصو ساعتونو کې شراب وپلوري.
له دې وړاندې، تېرکال هم د هند پنجاب ایالت کې ۹۸ کسان وروسته له هغې مړه شول چې بې کیفیته شراب یې څښلي وو.











